د کډوالو، پناه غوښتونکواو بریتانې ته د مهاجرینو لپاره د روغتیا پاملرنې معلومات

Young baby, older sister (child) and doctor.

لاندې به تاسو په ملي روغتیا خدماتو(NHS)کې په پښتو ژبه کې یو لړسرچینې ومومئ : څنګه د ډاکټر(GP) سره راجستر شئ، ستاسو د روغتیا پاملرنې حق، د روغتیا پاملرنې متخصصینو سره اړیکه، د غاښونو ساتنه، او همدارنګه خپل ځان او د ځوانان ځان ساتل.او همدا رنګه د جنسي روغتیا، د ماشومانو روغتیا، د زیږون پاملرنې، او د کورنی پاملرنې په اړه ګټور معلومات هم شتون لري.

که تاسو دلته هغه څه ونه مومئ چې تاسو یې غواړئ یا که تاسو نورو مرستې ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د Asylum Welcome سره اړیکه ونیسئ.

 که څوک ناروغ وي څه باید وکري؟

  • که تاسو د خپل یا بل چا د روغتیا په اړه اندیښنه لرئ، او وضعیت ژوند ته ګواښمن نه وي، تاسو کولی شئ لاندې لارې مشوره ترلاسه کړئ:
    د رسمی ساعتونو په جریان کې (د دوشنبې څخه تر جمعې، د سهار 8:00 څخه تر ماښام 05:00 پورې)، خپل (GP) ته زنګ ووهئ یا خپل محلي درملتون ته لاړ شئ.
  • تاسو کولی شئ 111 ته هم زنګ ووهئ، او که تاسو په انګلیسي خبرې نه کوئ، د ژباړن غوښتنه وکړئ. یا د 111.NHS.uk. وېبپاڼې ته آنلاین لاړ شئ. دوی به تاسو ته مشوره درکړي، او که اړتیا وي، په کورکی د لیدنې بند وبست وکړي.
  • که روغتیایي مسلکي کسان تاسو ته د زنګ وهلو لپاره ځانګړی نمبر درکړی وي چې ستاسو د صحی وضعیت په اړه د اندیښنې پر مهال ورته اړیکه ونیسئ، نو هماغه شمېرې ته زنګ ووهئ.
  • د رسمی ساعتونو نه وروسته د 111 خدمات د دوشنبې څخه تر جمعې د شپې له 06:30 څخه د سهار تر 08:00 پورې، او د اونۍ په پای او عامو رخصتیو کې ۲۴ ساعته عاجله طبي پاملرنه برابروي. د بېلګې په توګه که تاسو تبې یا ناروغي ولرئ خو د روغتون د عاجل څانګې ته د تګ اړتیا نه وي. دا خدمات تاسوته مرسته کوي.

په بیړني حالت کې څه باید وشي؟

  • 999 ته زنګ ووهئ:که ستاسو ژوند یا د بل چا ژوند په خطر کې وي، 999 ته زنګ ووهئ. په وضاحت سره بیان کړئ چې څه پېښ شوي دي. که اړتیا وي، تاسو ته به د NHS امبولانس واستول شي.
  • روغتون ته مستقیم تګ:په بیړني حالت کې، تاسو کولی شئ نېغ په هر هغه روغتون کې لاړ شئ چې د حادثې او بیړني خدماتو څانګه (A&E) ولري. دا څانګې ۲۴ ساعته پرانستې وي.

جان راډکلیف روغتون په آکسفورډ کې.

هارټن جنرال روغتون په بینبري کې.

د رسمی ساعتونو وروسته NHS خدمات په آکسفورډشایر کې:

د کوچنیو زخمونو / لومړنۍ مرستې واحدونه
دا واحدونه د ملاقات پرته خدمات وړاندې کوي. نرسان کولی شي لاندې کوچني زخمونه او ستونزې درملنه کړي:

  • د سر کوچني زخمونه
  • التهاب ، مات هډوکي، او د ګوتو بېځایه کېدل
  • کوچني سوختونه، پرېکېدل او نیلي کېدل
  • د پوزې وینې بهېدل
  • د حشراتو چیچل او خوږېدل
  • د غوږ، پوزې او سترګو معمولی ستونزې

آکسفورډ /د کوچنیو زخمونو څانګه
جان راډکلیف روغتون,جان راډکلیف روغتون، هډلي وې، هېډنګټن، آکسفورډ OX3 9DU

تیلفون: 03003047777
.د پرانیستلو وخت: 08:30 صبح – 06:30 ماښام (د رسمی رخصتیو پرته). د روغتون د پټي لارښوونې دلته ترلاسه کړئ

د جان راډکلیف روغتون د A&E څانګه د کوچنیو بیړنیو ستونزو لپاره خدمت وړاندې کوي (چې اکثراً د معاینه کیدو لپاره اوږد انتظار لري)، او د جدي بیړنیو حالتونو لپاره یوه لویه څانګه هم لري.

آبینګډن / د کوچنیو زخمونو څانګه
آبینګډن ټولنې روغتون، مارچام روډ، آبینګډن OX14 1AG
تلیفون: 01865903476
.دا خدمت د اونۍ 7 ورځې او د ورځې 10:00صبح څخه تر 10:30 ماښام پورې موجود دی. د روغتون د پټي لارښوونې دلته ترلاسه کړئ.

ویتني / د کوچنیو زخمونو څانګه
ویتني ټولنې روغتون، ویلچ وې، ویتني OX28 6JJ
تلیفون: 01865903841
دا خدمت د اونۍ 7 ورځې او د ورځې 10:00صبح څخه تر 10:30ماښام پورې موجود دی. د روغتون د پټي لارښوونې دلته ترلاسه کړئ.

بایسټر / د لومړنۍ مرستې څانګه
بایسټر ټولنې روغتون، پیګي لین (د کوکر کلاز له لارې لاسرسی)، بایسټر OX26 6HT
تلیفون: 01865903976  (مهرباني وکړئ له لیدو مخکې زنګ ووهئ)
دا خدمت د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د 06:00 ماښام څخه تر 11:00ماښام پورې او د اونۍ په پای کې د 08:30 سهار څخه تر 11:00 ماښام پورې موجود دی.
.د روغتون د پټي لارښوونې دلته ترلاسه کړئ.

که تاسو اندېښمن، ناخوښ یا خپه احساس کوئ او فکر کوئ چې مرستې ته اړتیا لرئ، نو داسې خلک شتون لري چې تاسو کولی شئ ورسره اړیکه ونیسئ:

Refugee Resource د کډوالانو، پناه غوښتونکو او بې ځایه شویو مهاجرینو لپاره چې د ذهني یا احساسي فشار سره مخ دي، وړیا آنلاین او حضوري مشاوره او پاملرني وړاندې کوي. دوی د آکسفورډشایر د فردونو، جوړه وو او کورنیو سره کار کوي.
د ملاقات لپاره، لاندې اړیکه ونیسئ:
تلیفون:  01865403280
بریښنالیک: info@refugeeresource.org
د ورځني خدمت ساعتونه: د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار 11:00 بجو څخه تر ماښام 00 :04 بجو پورې.
د ځای پته: The Old Music Hall, 106 – 108 Cowley Road, Oxford, OX4 1JE. د داخلې دروازه د 54 Marston Street په لور ده.
په نورو وختونو کې، مهرباني وکړئ د ملاقات لپاره وقت وټاکئ.

NHS Oxfordshire Talking Therapiesد هغو کسانو لپاره وړیا NHS خدمات دی چې ځانونه خپه، اندېښمن یا تر فشار لاندې احساسوي.
تلیفون: 01865901222
دوشنبه او جمعه: 8:00 صبح – 5:00 ماښام
د سې شنبې څخه تر پنجشنبې پورې: 8:00 صبح – 8:00 ماښام
تاسو کولی شئ د دوی په ویبپاڼه کې د ځان معرفي فورمه هم ډکه کړئ.

Oxfordshire Mind د هغو کسانو لپاره چې د رواني روغتیا ستونزې تجربه کوي، مشوره او ملاتړ وړاندې کوي.
تلیفون: 01865247788
پیغام: 07451277973
بریښنالیک: info@oxfordshiremind.org.uk
د خدمت وختونه:دوشنبه څخه تر پنجشنبې: د سهار 9:00 څخه تر ماښام 4:30 پورې
جمعه: د سهار 9:00 څخه تر ماښام 4:00 پورې

Oxfordshire Safe Haven د هغو کسانو لپاره چې عمر یې له ۱۸ کلونو پورته وي او د رواني روغتیا بحران سره مخ دي، د اورېدنې ملاتړ وړاندې کوي.
تلیفون : (01865903037)  هر ورځ ، د سهار 11:30 څخه تر ماښام 09:00 پورې پرانیستی
بریښنالیک: osh@oxfordshiremind.org.uk

Barnardo’s Boloh Helpline

چی د بریتانیا پناه غوښتونکو لپاره مشوره، احساسي لارښوونه، او ملاتړ درکوله، نور خدمات نه درکوی. خو د کدوالو کورنیو لپاره د مشوری تیلقونی خدمات دلته ترلاسه کولای شی.

که تاسو ژباړونکي ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د خپلې ژبې ژباړونکي وغواړئ. هر څوک د دې حق لري چې د NHS د ملاقات پر مهال ژباړونکی ولري.

په پښتو ژبه کي د NHS یو پانی (د اضطراب د مقابلي ټک لارې) د هغو کسانو لپاره چې  اضطراب لري:

د اضطراب سره مقابله کول

په پښتو ژبه کې یو لارښود چې تاسو ته د خپل هوساینې د ښه کولو لپاره شپږ تګ لارې درکوي:

د مهاجرینو لپاره د هوساینې لارښودم

د رواني هوساینې د ساتلو څرنګوالی په اړه 4-پاڼه معلومات:

رواني روغتیا او خوب

NHS  ته د مهاجرو او پناه غوښتونکو لپاره ته تګ څرنګوالي

په پښتو ژبه کې فرعي سرلیکونو ته د لاسرسي لپاره، ویډیو پلی کړئ او  په ترتیب کلیک وکړئ:  تنظیمات – فرعي سرلیکونه – او له لیست څخه ژبه غوره کړئ.

هر هغه څوک چې په انګلینډ کې ژوند کوي کولی شي د یو جی پي (ډاکټر) سره راجستر شي او د جی پي په کلینیک کې درملنه ترلاسه کړي. تاسو ته د پته یا د هویت د تصدیق کولو اړتیا نشته.

د کدوالو او پناه غوښتونکو لپاره د GP د راجسترکولو لارښود

هرڅوک چې په بریتانې کې ژوند کوي کولی شي د GP (ډاکټر) سره راجستر شي او د GP جراحي څخه درملنه ترلاسه کړي. تاسو اړتیا نلرئ د پتې یا ID ثبوت چمتو کړئ.

که تاسو د جی پی (یا ډاکټر) سره راجستر کولو کې ستونزې لرئ، د دې کارتونو څخه یوه کاپي د خپل ځان لپاره چاپ کړئ، یا د Asylum Welcome سره اړیکه ونیسئ او موږ کولی شو تاسو ته یو درکړو:

روغتیایی کارت ته لاسرسۍ

د ډیجیتل  GP لاسرسي کارت

یوه ویډیو د پښتو ژبې ترجمې سره چې ښایي که چیری په بریتانې کې د روغتیایی پاملرنې څخه د محرومیدو په صورت کې څه باید وکړئ:

څه باید وکړئ که چیری تاسو په بریتانې کی د طبی پاملرني څخه رد شی

که تاسو د GP سره د ثبتیدو توان ونه لرئ، له چا سره اړیکه ونیسئ؟
یو GP ممکن ستاسو د ثبت غوښتنه په لاندې دلایلو رد کړي:

⦁ دوی نوي ناروغان نه مني.
⦁ تاسو د دوی د فعالیت ساحې څخه بهر ژوند کوئ، او دوی د خپل ساحې څخه بهر ناروغان نه مني.
⦁ تاسو مخکې له دې GP څخه د ناروغانو له نوملړ څخه ایستل شوي یاست.
⦁ GP ستاسو له کور څخه ډېر لېرې دی، او تاسو ته اضافي پاملرنې ته اړتیا ده، لکه د کور لیدنې.

که تاسو د GP سره د ثبتیدو ستونزه لرئ، تاسو کولی شئ له لاندې ادارو سره اړیکه ونیسئ:
Asylum Welcome
Healthwatch Oxfordshire
NHS England Customer Contact Centre

د درملنې لګښتونو سره مرسته
که تاسو د پناه غوښتنې د پریکړې یا د اپیل د پایلې په انتظار یاست، نو تاسو د HC2 سرتیفیکت ترلاسه کولو حق لرئ. دا سرتیفیکت تاسو ته د روغتیا لګښتونو لپاره بشپړه مرسته برابروي. تاسو کولی شئ د دې په اړه نور معلومات دلته پیدا کړئ.
که تاسو پناه غوښتونکی نه یاست، خو ستاسو عاید کم یا هیڅ عاید نلري، نو تاسو ممکن وکولی شئ د HC2 سرتیفیکت لپاره آنلاین غوښتنه وکړئ. د لینک دلته دی.
که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ یا نور معلومات غواړئ، مهرباني وکړئ د Asylum Welcome سره اړیکه ونیسئ.

څنګه د GP سره راجستر شئ او د GP جراحی ومومئ

که تاسو د پناه غوښتنې د پریکړې یا د اپیل د پایلې په انتظار یاست، نو تاسو د HC2 سرتیفیکت ترلاسه کولو حق لرئ. دا سرتیفیکت تاسو ته د روغتیا لګښتونو لپاره بشپړه مرسته برابروي. تاسو کولی شئ د دې په اړه نور معلومات دلته پیدا کړئ.
که تاسو پناه غوښتونکی نه یاست، خو ستاسو کم عاید یا هیڅ عاید نلري، نو تاسو ممکن وکولی شئ د HC2 سرتیفیکت لپاره آنلاین غوښتنه وکړئ. د لینک دلته دی.
که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ یا نور معلومات غواړئ، مهرباني وکړئ د Asylum Welcome سره اړیکه ونیسئ.

د سترګو بیړني حالتونه
که تاسو د سترګو بیړنی حالت لرئ – لکه سترګو ته ټپ، کیمیاوي موادو سپری یا شدیده سترګو درد – نو باید د آکسفورډ سترګو روغتون ته په 01865 234567 ټلیفون وکړئ. د انتخاب 1 او بیا د انتخاب 1 تڼۍ وکاروئ.
دا تلیفون کرښه په لاندې ساعتونو کې پرانستې وي:
دوشنبه تر جمعې، له 8:30 نه تر 16:30 پورې او شنبه، یکشنبه، او عمومی رخصتۍ، له 8:30 نه تر 15:30 پورې.
تاسو به له یوه سترګو روغتیايي متخصص سره خبرې وکړئ.
که تاسو د کاري ساعتونو نه بهر مشورې ته اړتیا لرئ، لطفاً د 111 شمیره وکاروئ او دوی به تاسو ته په خپل ځایي بیړني څانګه (A&E) وخت ورکړي.
که د لید له لاسه ورکولو خطر وي، نو تاسو کولی شئ مستقیمه توګه د A&E څانګې ته ولاړ شئ (د 24 ساعتونو لپاره پرانستې ده) چې موقعیت یې په لاندې ډول دی:
جان رادکلیف روغتون، هیډلي وې، هیډینګټن، آکسفورډ OX3 9DU

د عمومي سترګو پاملرنې لپاره

که تاسو د GP سره ثبت شوي یاست، نو که ستاسو سترګې کوم غیر بیړني ستونزه ولري، باید خپل نږدې آپټیشن ته مراجعه وکړئ. تاسو اړتیا لرئ چې خپل بشپړ پوسټ کوډ د لټون په برخه کې ولیکئ او هغه خدمات چې تاسو ورته اړتیا لرئ انتخاب کړئ.

د غاښونو او خولې د پاملرنې په اړه په پښتو ژبه یو حقیقت پاڼه:

دخولې روغتیا لارښونې

دا ویب پاڼه (NHS Oxfordshire Healthier Together) د ماشومتوب د عامو ناروغیو او د ناروغ ماشوم د پاملرنې څرنګوالي په اړه ډیر ګټور معلومات لري. په پښتو ژبه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، د پاڼې په پای کې د غوره ژبې ګوګل ژباړې تڼۍ وکاروئ.

په بریتانې کې، د میندوارۍ پاملرنه د قابلو لخوا چمتو کیږي. هره امیندواره ښځه د یوې قابلې تر څارنې لاندې ده، چې د امیندوارۍ، زیږون او ستاسو د نوي ماشوم په لومړیو ورځو کې ستاسو پالنه کوي. قابله به ستاسو ډیره پاملرنه پخپله چمتو کوي او تاسو ته به د اړتیا په صورت کې د نورو مسلکيانو (لکه ډاکټر) یا مرستندویه کارکونکو سره د لیدلو بندوبست وکړي.

د امیندوارۍ لپاره د چمتو کولو څرنګوالي په اړه لارښوونې او معلومات:

د امیندوارۍ لپاره چمتو کول (په آسان انګلیسې کې)

یوه پاڼی چې نومیږي ’ د ماشوم حرکت احساس کول د دې نښه ده چې دوی ښه دي‘:

د امیندواری پرمهال ستاسو دماشوم حرکت احساس کول

په لومړیو څو ورځو کې ستاسو ماشوم ته د شیدو ورکولو لارښود

خپل ماشوم ته شیدی ورکول

د ماشومانو لپاره د خوب کولوخوندي تمرینونه ( په آسانه انګلیسې کې):

د ماشومانو لپاره د خوب کولو خوندي تمرینونه

هغه وسیلې چې تاسو سره د امیندوارۍ پرمهال په اړیکه کې مرسته کوي:

ستاسو قابله او کوم ډاکټران چې ستاسو په پاملرنې کې ښکیل دي غواړي ستاسو سره ستاسو د هیلو په اړه خبرې وکړي. تاسو کولی شئ د شخصي پاملرنې پلان وکاروئ ترڅو تاسو سره د خپلې هیلې څرګندولو او شریکولو کې مرسته وکړئ:

ایا تاسو کولی شئ یو ملګری یا د کورنۍ غړی ومومئ چې په انګلیسي خبرې وکي اوتاسوته د ماشوم د زیږون لپاره د شخصي پاملرنې پلان په بشپړولو کې مرسته وکړي؟

د شخصي پاملرنې پلان ( په آسان انګلیسې کې)

که تاسو په دې وروستیو کې د انګلستان له بلې برخې څخه تللي یاست، نو دا کارت وکاروئ ترڅو ستاسو طبي ثبت شوي معلوماتو ته د لاسرسي لپاره ستاسو د نوي روغتیا پاملرنې ټیم سره مرسته وکړي:

د امیندوارۍ لیږ کارت

د نوی والدینو لپاره نوي معلومات:

د نوي والدینو لپاره لارښونې او مشورې

د آکسفورډشایر جنسي روغتیا خدمت (OSHS) وړیا جنسي روغتیا سکرینینګ (آزموینې)، درملنه، د حمل مخنیوی او مشوره برابروي. دوی همدارنګه د HIV سره د ژوند کولو خلکو لپاره پاملرنه او درملنه وړاندې کوي. دا خدمات ژمن دی چې ټولو خلکو پرته له دې چې د دوی عمر، جنسیت یا جنسي تمایل څه وي د جنسي روغتیا خدمات وړاندې کړي
د ملاقات لپاره، مهرباني وکړئ په 01865231231  اریکه وکړئ.

U کلینیک هغو خلکو ته د حمل مخنیوي او جنسي روغتیا خدمات وړاندې کوي چې د اضافي ملاتړ او اوږد محال ملاقاتونو ته اړتیا لري. دا کلینیک یوازې د تنظیم شوي ملاقاتونو لپاره پرانستې وي (مهرباني وکړئ پرته له ملاقات څخه نه ځی).
د ملاقات لپاره، مهرباني وکړئ په 01865231231  ټلیفون وکړئ یا inclusionsexualhealth@ouh.nhs.uk.ایمیل واستوئ

U کلینیک په ختیځ آکسفورډ (ریکټري لار) کلینیک کې دی.

محرمیت
د ثبت کولو ټیم به ځینې ساده پوښتنې وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې تاسو په صحیح ملاقات کې وخت نیولی یاست – دغه معلومات محرم ساتل کیږي او بهرنیو کسانو ته نه شریک کیږي.

ډراپ ان کلینیک (ملاقات ته اړتیا نشته)
د ۱۸ کالو لاندې ځوانانو لپاره – ځوانانو ډراپ ان دوشنبه 14:00– 18:00(وروستی مشوره په 17:30کې).
عمومي ډراپ ان – ټولو لپاره موجود دوشنبه 9:00– 12:00(وروستی مشوره په 11:30کې); چهارشنبه 13:00– 17:30(وروستی مشوره په 17:00کې).
لطفاً تیار اوسئ چې کښینئ او انتظار وکړئ. د عمومي ډراپ ان غونډه کیدای شي ډیر مصروفه وي – تاسو ممکن تر درې ساعتونو پورې انتظار وکړئ، سره له دې چې د ۱۸ کالو لاندې ناروغان او هغه کسان چې نورې حساسیتونه یا کلینیکي بیړنی وضعیت ولري، لومړیتوب ورکول کیږي. که د ګډون کونکو شمېر زیات شي، غونډه کیدای شي مخکې پای ته ورسیږي.
به پام ولري چې د HIV عادي پاملرنه په دې ډراپ ان غونډو کې شتون نلري.

د ډراپ ان کلینیک د اکسفورد په چیرچیل روغتون کی دی.

ستاسو د جنسي اړیکې او زیږون روغتیا پاملرنې په اړه په پښتو کې لارښود

د جنسي اړیکې اوزیږون روغتیا لپاره لارښود

جنسي تېری او جنسي بد چلند
آیا تاسو د جنسي تېري یا جنسي بد چلند تجربه کړې ده؟
جنسي تېری یا بد چلند ممکن هر چا سره پېښ شي؛ دا کیدای شي یوه واحده پیښه وي یا څو ځله تکرار شي.
موږ پوهیږو چې ځینې پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې د جنسي تشدد او بد چلند تجربه لري، که مخکې له دې چې بریتانیا ته راشي یا په بریتانیا کې، یا دواړه.
د پناه غوښتونکو لپاره، په بریتانیا کې د مناسبې مرستې او پاملرنې ترلاسه کول ځینې وختونه ستونزمن وي.
که تاسو د جنسي تشدد یا بد چلند تجربه کړې وي، نو تاسو باید خپل قانوني حقونه پوه شئ او پوه شئ چې څنګه د تیرو یا اوسني جنسي بد چلند یا تېري لپاره مرسته ترلاسه کړئ.
تاسو کولی شئ دلته د جنسي تېري او جنسي بد چلند په اړه معلومات او مرسته ترلاسه کړئ.

واکسین کول د ډیری ساری ناروغیو د مخنیوي ترټولو مؤثره لاره ده.
تاسو او ستاسو کورنۍ کولای شئ ټول معمول واکسینونه د NHS څخه وړیا ترلاسه کړئ. د ټولو NHS واکسینونو او د هغوی د ترلاسه کولو مهال وېش لپاره، لطفاً دلته کلیک وکړئ:
د NHS واکسینونه او کله باید واکسین واخلی
که تاسو فکر کوئ چې تاسو یا ستاسو ماشومان لا دمخه واکسین شوي یاست، نو دا موضوع له خپل (GP) یا د روغتیا د څارونکي سره شریک کړئ. که کومه شک موجود وي، نو دا خوندي ده چې واکسینونه بیا واخیستل شي.

واکسینونه څنګه کار کوي؟
واکسینونه ستاسو د بدن دفاعي سیستم ته وښایي چې څنګه د ناروغیو مخنیوی وکړي. دا د دې نه ډېر خوندي دي چې تاسو خپله ناروغي واخلئ. که ډېر خلک واکسین شي، نو دا د ناروغۍ د خپرېدو مخه نیسي، او هغو کسانو ته چې واکسین یې نه دی اخیستی، ناروغي د خپرېدو احتمال کموي . دې ته د ( ټولنیز خوندیتوب ویل کیږي).

څه شی په واکسین کې وي؟
ډېر واکسینونه لږه اندازه باکتریا، ویروس یا زهر لري چې په لابراتور کې ضعیف شوي یا له منځه تللي وي. دا د دې لپاره ده چې د سالمو خلکو لپاره د واکسین له لارې ناروغۍ نه انتقالیږي. واکسینونه ممکن ځینې نورې اجزاوې هم ولري چې د واکسین تاثیرات ښه کوي. اصلي جز یې اوبه دي. هیڅ ثبوت نشته چې نورې اجزاوې زیانمنې وي، مګر که تاسو ل اخیستو ورسته ورته خاص حساسیت ولرئ.

د واکسین خوندیتوب
د واکسین خوندیتوب ټول واکسینونه په پراخه توګه تفتیش او آزموینه کیږي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوی به تاسو یا ستاسو ماشوم ته زیان ونه رسوي. د خوندیتوب آزموینې پروسه عموماً څو کاله وخت نیسي، په دې جریان کې واکسین د کلینیکي ازموینو له لارې تېرېږي. کله چې واکسین استعمال شي، (د بریتانیا د درملو او روغتیا محصولاتو د تنظیم ادارې لخوا)د نادره جانبي اثراتو لپاره څارل کیږي او همداراز دا معاینه ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې واکسین لا هم مؤثره دی،دوام ولری.

د واکسین جانبي اثرات
ډیر جانبي اثرات لږ او لنډ مهاله وي.
ترټولو عام جانبي اثرات عبارت دي له:
⦁ د 2 تر 3 ورځو لپاره د سوزن ځای سور، متورم او لږ دردناک وي.
⦁ د 1 یا 2 ورځو لپاره د لږ ناروغۍ احساس کول یا د تودوخې پیدا کول.
⦁ زاړه ماشومان او لویان ممکن لږ بې هوشه شي.
⦁ ستړیا، سر درد، لږه تبه یا د زکام په شان علایم.
⦁ ځینې ماشومان ممکن واکسین اخیستو وروسته ژاړي او خپه شي، خو عموماً وروسته له دې چې په غیږه کی ونیول وشي، ښه احساس کوي.

حساسیتي غبرګونونه
د واکسین اخیستو وروسته د جدي حساسیتي غبرګون رامنځته کول ډېر کم دي. که داسې وشي، نو عموماً په څو دقیقو کې پيښیږي. هغه شخص چې واکسین ورکوي، د حساسیتي غبرګونو د سمبالښت لپاره روزل شوی دی. فوري بیړني درملنه عموماً د ښه بېرته رغېدو لامل کېږي.

د واکسین ضد کیسې او واکسین د تردید مسئله
د واکسین ضد کیسې اکثره آنلاین د ټولنیزو رسنیو له لارې خپریږي. د زیانمنو ټولنیزو ډلو غړي ممکن د ناسم معلوماتو له لارې اغیزمن شي. دا کیسې معمولا د علمي شواهدو پر بنسټ نه وي. که تاسو واکسین اخیستل رد کړئ، نو تاسو کولی شئ خپل ځان او خپل کورنۍ ته د جدي ناروغیو خطر ورزیات کړئ. ټول اوسني شواهد موږ ته وايي چې واکسین اخیستل د واکسین نه اخیستلو په پرتله ډیر خوندي دي.
تل خپل واکسین او د روغتیا معلومات له معتبر سرچینو څخه ترلاسه کړئ، لکه د NHS یا د نړۍ روغتیا سازمان (WHO).

د واکسین کولو معلومات